بازتاب نیوز

نیکولاس کې: موقت حکومت د منلو وړ ندی

١٣ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې لندن کې د ناټو سرمشریزې ناسته کې ویلي، چې د ټاکنو پایلې د ژر اعلان شي او نوی حکومت د پر کار پیل وکړي.

نوموړي ویلي چې د موقت حکومت د قانون خلاف کار دی او ټول اړخونه باید د ټاکنو پایلې ومني، د ده په وینا دوي بارو لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

دی وايي، د موقت حکومت جوړیدو خبرې بې ځایه دي او باید اساسي قانون ته په کتو او د ټاکنو قوانینو ته په درناوي د ټاکنو پایلې ټول ښکیل اړخونه ومني.

د نیکولاس کې دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې عملا د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ دی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د کمېسیون د کړنو پر وړاندې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه په لاره اچولي، او د ټاکنو لخوا د رایو بیا شمېر او تفتیش غیر قانوني ګڼي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم سربېره یو شمېر نور ټاکنیز ټیمونو هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېر او تفتیش بهیر سره کلک مخالف دي او دغه لړۍ له قانون سره په ټکر کې ویني.

تېره ورځ ( سه شنبه لیندۍ ۱۲ ) کابل کې د جرمني د دفاع وزیرې له ولسمشر غني سره په یوې خبري ناسته کې وویل، چې ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي، او باید ټولو اړخونه د ټاکنو پایلې ومني.

د جرمني هېواد د دفاع وزیرې هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو په پایله کې داسې یو پياوړی حکومت رامنځته شي چې له طالبانو سره د سولې خبرې په ښه توګه پرمخ بوځي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23715

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading