بازتاب نیوز

د افغانستان ختیځ کې د جاپانۍ مؤسسې پر موټر مرګونی برید

١٣ ليندی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې مؤسسې مشر ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی دی.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن (چارشنبه) جلال اباد ښار کې د یوې جاپانۍ مؤسسې پر موټر وسله وال برید شوی، چې پنځه افغانان په کې وژل شوي او یو جاپانی وګړی، چې د مؤسسې مش و، ټپی شوی دی.

جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ذبيح الله رحيمزی وايي، پېښه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې نن (چارشنبه، ۱۳مه) ګهیځ شوې ده.

جلال اباد کې د روغتون چارواکو بي بي سي ته ويلي، پنځه جسدونه او يو ژوبل ور وړل شوي دي.

ويل کېږي ژوبل تېتسو ناکامورا نومی جاپانی دی، نوموړی هغه مهال ویشتل شوی دی چې له کوره کارځای ته پر لار و.

د روغتون چارواکو ویلي چې د ناکامورا عملیات روان دي. نوموړی د pmc جاپانۍ مؤسسې مشر دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، بريد د ناکامورا درې ساتونکي، يو موتر چلونکی او موټر کې ناست يو بل کارکوونکي وژل شوي دي.

یاده مؤسسه له تېرو کابو دیارلسو کلونو راهیسې ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې برخو کې فعالیت لري.

دې مؤسسې په ښېوه، بهسودو او کامه ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړ کړي، چې له برکته یې د سیمې زرګونه جرېبه ځمکه زرغونېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې مؤسسې مشر ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی دی.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50655136

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading