بازتاب نیوز

ننګرهار کې د جاپاني موسسې پنځه کارکوونکي وژل شوي دي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې  دغه ولایت کې د ناکامورا په نوم د یو جاپانۍ  ( پي ام سي ) موسسې انجنیر باندې وسلوال برید شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه پېښه نن سهار ( چهارشنبه لیندۍ ۱۳ ) د ننګرهار ولایت شاهي ماڼۍ  سیمه کې رامنځته شوې ده، چې برید کې د دغې جاپانۍ موسسې پنځه  کارکوونکي وژل شوي او ناکامورا چې د دغې موسسې مشر هم دی له یو بل ساتوونکي سره ټپیان شوي دي.

ناکامورا هغه جاپانی انجنیر دی چې له کلونو راهیسې افغانستان کې په تېره بیا ننګرهار ولایت کې د بیارغونې کارونه پر مخ وړي، چې د ولسمشر غني له لوري ورته د افغانستان  افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23718

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading