بازتاب نیوز

خلیلزاد: د افغانستان داعش ضد جګړه کې طالبان هم رول لري

١٣ ليندی ١٣٩٨ بی بی سی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د 'اسلامي دولت' داعش ضد جګړه کې پاموړ پرمختګ شوی دی، چې وسلوال طالبان هم پکې رول لري.

افغان حکومت تېره میاشت د داعش د لسګونو وسلوالو د تسلیمېدو خبره وکړه، خو هغه مهال وسلوالو طالبانو هم بیا بیا وویل، چې "داعش" ته افغان حکومت نه، بلکې دوی ماتې ور کړې ده.

اوس خلیلزاد خپل ټوېټر کې افغانستان ته د سفر په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته اشاره کوي او لیکلي یې دي: "د امریکايي ځواکونو، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو او همدرانګه طالبانو اغېزناک عملیات سبب شول چې داعش خپلې ولکه شوې سیمې او وسلوال له لاسه ور کړي."

نوموړي د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ضد جګړه یاده کړې، چې په وینا یې سلګونه داعشیان تسلیم شول.

خو ښاغلی خلیلزاد دا مني چې داعش لا هم له منځه تللی نه دی، خو د دې ډلې پرضد جګړه کې ریښتونی پرمختګ شوی دی.

د روانې میاشتې نومبر په ۱۲ هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي چې ۲۳ پکې مېرمنې او نژدې دېرش يې ماشومان دي.

دغه کسان رسنیو ته نه دي ښودل شوي، خو چارواکي وایي، دې ډله کې د يوه نارينه په ګډون ۱۳ مېرمنې او کوچنیان د پاکستان اوسېدونکي دي.

د تېر اکټوبر وروستیو کې هم ځايي چارواکو يوه رسنيزه غونډه کې وويل، د داعش ۷۲ غړي ورته تسلیم شوي چې پکې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان دي. هغه ډله کې درې سړي او درې مېرمنې د اردن بلل شوي وو.

افغانستان کې ننګرهار د داعش مرکز بلل کېږي او په لومړی ځل دغه سیمه کې را پورته شول.

امریکا د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۱۳ په اچین کې د دې ډلې پر مرکزونو د بمونو مور په نون نااټومي بم هم وغورځاوه.

د داعش او طالبانو ترمنځ د دې ډلې د رامنځ ته کېدو له پیله سیمه کې جګړې شوې، چې ان نږدې دوه کاله مخکې د دوی د جګړې له امله له خوګیاڼو ولسوالۍ څلور زره کورنۍ کډه شوې.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50655506

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading