بازتاب نیوز

د هلمند د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب مرستیال ووژل شو

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

وسله والو كسانو د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د جلب او جذب مرستيال فتح محمد له خپل زوى سره يو ځاى وواژه. د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان همدرد کليد ته وويل، فتح محمد خپل دفتر پر لاره و، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د لښكرګاه ښار د دویمې امنيتي حوزې په كارته لګان سيمه كې نامعلومو موټر سايكل سپرو پرې ډزې وكړې. د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يوازې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د جلب او جذب مرستيال او زوى يې ووژل شول او بل چا ته زيان نه دى اوښتى. همدرد وايي، ياده پېښه د پوليسو تر جدي څېړنې لاندې ده. د دغه وسله وال بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. The post د هلمند د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب مرستیال ووژل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/د-هلمند-د-امنیه-قومندانۍ-د-جلب-او-جذب-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading