بازتاب نیوز

په زابل کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

امنيتي چارواكي په زابل كې ۳۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل په ارغنداب او شاه جوى ولسواليو كې د افغان ځواكونو د عملياتو په مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي. د عيسى په خبره، امنيتي سرتېرو د كندهار په ميوند او خاکرېز ولسواليو کې بيا د دښمن اووه ماينونه كشف او شنډ كړل. نوموړي خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ويل. وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې. The post په زابل کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/په-زابل-کې-۳۶-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading