بازتاب نیوز

د ننګرهار معلولین: دولت او د ټولنې وګړي مو حقونه نه راکوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار معلولین شکایت لري چې دولت او د ټولنې وګړي د دوی حقونه نه ورکوي. دېرش کلن خلیل احمد د ننګرهار اوسېدونکی، چې په دواړو پښو معلول دی، اوس مهال په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لولي. خلیل احمد وايي، په دواړو پښو معلول دی، خو بیا هم هڅه کوي، څو خپلې لوړې زده کړې وکړي. دی وایي، دلته معلولو وګړو ته په ښه نظر نه کتل کېږي، ځکه وایي، هغه حقوق چې دوی یې لري، نه دولت او نه یې هم د ټولنې وګړي ورکوي. خلیل احمد زیاتوي، چې په پوهنځي کې د فیس د ورکړې له کبله د ادارې له لوري ایستل شوی دی. دی زیاتوي، که حکومت او نورې ادارې ورته د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې نه کړي، لوړې زده کړې به یې په نیمه پاتې او خپل هدف ته به ونه رسېږي. یوازې خلیل احمد نه دی، چې له دې ستونزو ځورېږي. دې ته ورته ډېر داسې کسان شته، چې معلول دي او پر اقتصادي ستونزو سربېره، له بې کارۍ ځورېږيٍ. د معلولینو د ټولنې مسولین هم د دوی ستونزې مني خو وایي، هغه حقونه چې قانون دوی ته ورکړي، هېڅ ادارې نه دي منلي. د دغې ټولنې مشر مسعود ساپي وایي، په ځلونو یې د معلولینو ستونزې له اړوندو اداور سره شریکې کړي، خو تر اوسه په دې اړه اقدامات نه دي شوي. نوموړی وایي، په ختیځو ولایتونو کې زرګونه معلولین له دوی سره ثبت دي. د ده په خبره، نه یوازې په کاري ساحه کې، بلکې د زده کړو په برخه کې هم دوی له سختو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه دولت ورته پاملرنه نه کوي او له همدې کبله له زده کړو پاتې کېږي. یوازې معلولیت لرونکي وګړي نه دي، چې دلته خپلو حقونو ته د نه لاسرسي په برخه کې شکایت کوي، بلکې په جلال اباد ښار کې هره ورځ په سلګونه بې روزګاره خلک له سهار تر ماښامه په څلورولارو کې د کار په انتظار وي، خو کار نه شي موندلی اونه یې هم دولت پوښتنه کوي. The post د ننګرهار معلولین: دولت او د ټولنې وګړي مو حقونه نه راکوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/د-ننګرهار-معلولین-دولت-او-د-ټولنې-وګړي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading