بازتاب نیوز

چين او پاکستان ګډ پوځي تمرينونه پيلوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ټاكل شوې د چين او پاكستان امنيتي ځواكونه ډېر ژر په پاكستانۍ خاوره كې ګډ پوځي تمرينونه پيل كړي. د چين د دفاع وزارت په يوه بيانيه کې ويلي، چې سرتېري يې پاکستان ته د تګ لپاره چمتووالى نيسي. د سرچينې په وينا، د دغو تمرينونو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاريو ډېروالى او له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه ده. دا اووم ځل دى، چې چينايي او پاكستاني ځواكونه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ پوځي تمرينونه كوي. چين او پاکستان اوسمهال د ۵۶ ميليارده ډالرو په ارزښت د ورېښمو نوې لارې په چوکاټ کې اقتصادي دهلېز لري، چې کار پرې روان دى. دواړه هېوادونه له دې په وېره كې دي، چې ترهګرې ډلې به يې ګټې له ګواښ سره مخ کړي.   The post چين او پاکستان ګډ پوځي تمرينونه پيلوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/چين-او-پاکستان-ګډ-پوځي-تمرينونه-پيلوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading