بازتاب نیوز

په ننګرهار کې د یوې جاپانۍ موسیسې مشر ناموکارا په یو وسله وال برید کې ټپي شو

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې نن سهار شاوخوا اته بجې د جاپانۍ مرستندويه موسیسې (PMS) د مشر ډاكټر ناكامورا پر موټر د نامعلومو وسله والو په بريد كې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په ياد وسله وال بريد كې ډاكټر ناكامورا ټپي شوى، خو د ساتونكو او موټر چلوونكي په ګډون يې پنځه تنه وژل شوي دي. د دغه بريد مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى. (PMS) جاپانۍ مرستندويه موسیسه کلونه کېږي، چې په ننګرهار کې د رغنيزو چارو په برخه کې فعاليت کوي. د دې موسیسې مشر افغانى تابعيت هم لري، چې څه موده وړاندې افغان حكومت د خدمتونو په بدل کې ورکړ. The post په ننګرهار کې د یوې جاپانۍ موسیسې مشر ناموکارا په یو وسله وال برید کې ټپي شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/په-ننګرهار-کې-د-یوې-جاپانۍ-موسیسې-مشر-نا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading