بازتاب نیوز

دولتي مامورینو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي پوهاوی ورکړل شو

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار د ښځو چارو رياست له لوري د مشاركت پروژې په مټ ۲۰۰ دولتي ښځينه او نارينه مامورينو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په هدف عامه پوهاوی ورکړل شو. د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، د پوهاوي په دې غونډه کې د ښځينه وو د تعليم، کار، ميراث، خوندي کاري چاپېريال، د اسلام مبارک دين له نظره د ورکړل شوو حقونو ټينګښت او نورو حقونو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه په ننګرهار كې په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو د لا پرمختګ، شته ستونزو حل، تاوتريخوالي مخنيوي او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو معلومات شريک شول. په دغه غونډه کې د ننګرهار د ښځو چارو ریيسې فتانې عزيز، د ولايتي شورا منشۍ حميرا رفيع، د مشارکت پروژې مسوولينو، د دولتي ادارو ښځينه او نارينه کارکوونکو او يو شمېر نورو ګډون کړی و. The post دولتي مامورینو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي پوهاوی ورکړل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/دولتي-مامورینو-ته-د-ښځو-پر-وړاندې-د-تاوت/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading