بازتاب نیوز

آریانا سعید د طالبانو له راتګ څخه اندېښنه لري

١٣ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان نامتو سندرغاړې آریانا سعید د ناټو ناستې په څنډه کې د افغان مېرمنو د حقونو برخه کې د فعالې په ټوګه د افغان سولې او افغانستان کې د ناټو پر حضور خبرې وکړې.

آریانا سعید  خپلو خبرو کې وویل، سربېره په دې  چې د افغان سولې له خبرو هرکلی کوي خو د طالبانو له راتګ څخه اندېښنه لري.

هغې وویل:

“ویل کیږي چې نړیواله ټولنه افغانستان پرېږدي او یا له طالبانو سره هوکړه کیږي، زه هم د ټولو په څېر د افغان سولې له خبرو هرکلی کوم خو نه غواړم چې د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې هدر شي”.

هغې له افغانستان څخه د ناټو پر وتلو هم اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې که ناټو افغانستان پرېږدي ممکن کورني جنګونه بیا پیل شي او افغانستان یو ځل بیا تېر ته لار شي.

آریانا سعید وویل:

“که ناټو افغانستان پرېږدي زه فکر کوم ټوپکسالاران بیا وسله اخلي کورنۍ جګړه پیل کیږی او د قدرت او او ثروت پر سر یو ځل بیا افغانستان د تروریزم ځاله ګرځي”

هغې همداراز د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې د ناټو کړنې وستایلې.

په دې هکله آریانا وویل:

“کابل کې یو له هغو ستونزو چې ما درلوده، د کابل په  سپورټي استدیوم کې مې کنسرت جوړ ول، چېرته چې طالبانو د خلکو د سترګو پر وړاندې ښځې په ګولۍ ویشتې او اعدامولې یې، په زړه پورې دا ده چې همدغه خپسۍ اوس پر یوې هیلې بدله شوې ده، چې پرته له شکه دا کار د افغان امنیتي ځواکونو چې د ناټو لخوا روزل شوي پرته ناشونی وو”

د ناټو سرمشریزه ناسته چې د دغه بنسټ د اویایمې کلیزې په پار جوړه شوې ده، د درې ورځو لپاره په لندن کې دوام کوی، چې د ناټو غړیو ۲۹ هېوادونو مشرانو پکې کډون کړی.

د ناټو عمومي ناسته نن چهار شنبه د ډسمبر میاشتې څلورمه نېټه د ناټو غړیو هېوادونو د چارواکو په شتون کې ترسره کیږي، چې له تروریزم سره د مبارزه، د وسلو کنټرول، له روسیې سره پر اړیکو او د چین هېواد په هکله خبرې کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23721

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading