بازتاب نیوز

په کندهار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنه وشوه

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په كندهار ښار كې د ماين چاودنې يو پوليس وژلى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزي كليد ته وويل، نن سهار نهه بجې او ۴۵ دقيقې د كندهار ښار د شپږمې امنيتي حوزې په سرفوزې سيمه كې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې ده. هغه زياته كړه، په دې پېښه كې يو پوليس وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى. د يادې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى. The post په کندهار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنه وشوه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/په-کندهار-کې-د-پولیسو-پر-موټر-د-ماین-چاو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading