بازتاب نیوز

ننګرهار کې د یوه جاپاني په ګډون ۶ کسان وژل شوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې «د جاپان د سولې روغتیايي خدمتونو» په نوم د جاپان د یوه مرستندویه بنسټ د کارکوونکیو پر موټر وسله‌وال برید وشو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‌الله خوږیاڼی وايي، په یاده پېښه کې د دغه مرستندویه جاپاني بنسټ رییس ډاکټر ناکامورا له ۵ افغان کارکوونکیو سره وژل شوي دي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې ډاکټر ناکامورا په یاده پېښه کې ټپي شوی و، خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.

تراوسه د یادې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه او هېڅ وسله‌والې ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.

ناکامورا چې د جاپان اوسېدونکی و، له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د ننګرهار په کامې، کوزکونړ، دره‌نور او بهسودو ولسوالیو کې د لسګونو میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې کرنیزې او د اوبو رسونې پروژې پلې کړې وې.

افغان حکومت هم د نوموړي د خدمتونو له کبله ناکامورا ته د افغانستان تابعیت ورکړی دی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51678

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading