بازتاب نیوز

نیکولایس کي: د ټاکنو کمېسیون دې د پایلو اعلان نور نه ځنډوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولایس کي له رسنیو سره په خبرو کې د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی، چې ژر تر ژره د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړي، څو نوی حکومت خپل کارونه پیل کړي. نوموړي د ټاکنو له نوماندانو هم غوښتنه کړې، چې د کمېسیون له لوري علانېدونکې پایلې ومني او قوانینو ته غاړه کېږدي. د ده په وینا، د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل بېځایه او له اساسي قانون سره په ټکر کې دي. نیکولایس کي د افغان سولې په تړاو هم په څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان به ډېر ژر سولې ته ورسېږي او نور به روانه جګړه پای ومومي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جرمني دفاع وزیرې هم افغانستان ته پخپل لومړي سفر کې د ټاکنو پر نوماندانو غږ وکړ، چې اعلانېدونکې پایلې ومني او نوی رامنځته کېدونکی حکومت خپل کار ته پرېږدي. The post نیکولایس کي: د ټاکنو کمېسیون دې د پایلو اعلان نور نه ځنډوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/نیکولایس-کي-د-ټاکنو-کمېسیون-دې-د-پایلو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading