بازتاب نیوز

ټرمپ او جانسن پر نړيوال امنيت خبرې وکړې

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په لندن كې د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره ليدلي او پر نړيوال امنيت يې ورسره خبرې كړې دي. د بريتانيا د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو لورو په دغه ليدنه كې د ناټو د دفاعي بودجې ډېرېدل وستايل او د پېښېدونکو ګواښونو په وړاندې يې پر ګډې مبارزې هوکړه وکړه. جانسن تر دې وړاندې د جرمني له لومړۍ وزير انګلا مېرکل، د فرانسې له جمهور رييس امانوېل مکرون او د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره په سوريې او ليبيا کې پر وروستيو بدلونونو او له تروريزم سره پر مبارزې بحث وکړ. د بريتانيا د لومړي وزير وياند رسنيو ته وويل، په ياده څلور اړخيزه ناسته کې پر اقتصادي همکاريو او د ناټو د پوځي بودجې پر ډېروالي هوکړه وشوه. بايد وويل شي، چې ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته سفر وكړ. The post ټرمپ او جانسن پر نړيوال امنيت خبرې وکړې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/ټرمپ-او-جانسن-پر-نړيوال-امنيت-خبرې-وکړې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading