بازتاب نیوز

خليلزاد: افغان او بهرنيو ځواکونو له طالبانو سره په ګډه داعش ډله ماته کړه

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو مبارزه د دې سبب شوه، چې داعش ډله په افغانستان په ځانګړې توګه په ننګرهار کې له ماتې سره مخ شي. نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د داعش ډلې خراسان څانګه په بشپړ ډول له منځه يووړل شوه، سلګونه داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسليم شول او دغې ډلې نور له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د مبارزې توان له لاسه ورکړى دى. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ داعشيانو ځانونه افغان ځواكونو ته تسليم کړل. دوى يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنيتي سرتېرو ته وسپارلې. د يادولو ده، چې وسله والو طالبانو هم په ياد ولايت كې له خپل لوري د داعش ډلې د ماتې خبر ورکړى و. The post خليلزاد: افغان او بهرنيو ځواکونو له طالبانو سره په ګډه داعش ډله ماته کړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/خليلزاد-افغان-او-بهرنيو-ځواکونو-له-طال/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading