بازتاب نیوز

ټیفا: د ټاکنو کمېسیون یو شمېر پړېکړې د قانونو خلاف دي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

افغانستان کې د رڼو ټاکنو د څار بنسټ ( ټیفا ) وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې دننه پرتې ستونزې د دې لامل شوي چې ټاکنې عملا په ناسم لور روانې دي، د دغه بنسټ د موندنو له مخې د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو او دارالانشا ترمنځ همغږي شتون نلري.

د تیفا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون ځینې پرېکړې د ټاکنو د قانون، طرزالعملونو او لوایحو خلاف نیول شوي دي،  چې په ځینو مواردو کې یې د خپلو تخنیکي او حقوقي کارکوونکو مشورې هم په پام کې ندي نیولي.

ټیفا وايي، چې ټاکنو خپلواک کمېسیون عملا په ستونزو کې دی خو لا هم  د څار بنسټونو او ښکیلو خواوو وړاندیزونو ته نرمښت نه ښکاره کوي، چې دا په خپله د ټاکنو پر کمېسیون د ناباورۍ کچه نوره هم لوړوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمزوری مدیریت، د کمېسیون لخوا د رایو ورکوونکو د شمېر په هکله ضد اونقیص معلومات، د ټاکنو په ورځ د بایومټریک دستګاوو ناسم کارول، د درملوک کمپنې لخوا ناسم او پر وخت د معلوماتو نه ورکول، د کمېسیون په چارو کې د ځینو بنسټونو او هېوادونو لاس وهنې او پر ټاکنو خپلواک کمېسیون سیاسي او د ټاکنیزو ټیمونو فشار هغه لاملونه دي چې د ټیفا د موندنو پر اساس یې د ټاکنو پر کړنو منفي اغیز پریښی دی.

ټیفا وړانديز کړی چې ملګري ملتونه د یوه تخنیکي او حقوقي ناسته جوړه کړي، چې پکې د ټاکنو ټول ښیکل او څار بنسټونه ګډون ولري او دغه ناسته د ده رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23724

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading