بازتاب نیوز

خلیلزاد: ننګرهار کې د داعش په ماتې کې طالبانو هم رول درلود

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبانو هم د افغان او بهرنیو ځواکونو ترڅنګ، په ننګرهار کې د داعش ډلې په ماتې کې رول درلود.

نوموړي بېګاه په یوه ټویټ کې لیکلي چې «په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بېلګه ده. د افغان او بهرنیو ځواکونو او دغه راز د طالبانو اغېزمن عملیات لامل شول چې د خراسان داعشیانو خپلې سیمې او جنګیالي له لاسه ورکړي.»

نوموړي زیاته کړې چې سلګونه کسان تسلیم شوي. د خراسان داعشیان ورک شوي نه‌دي، خو دا یو رښتینی پرمختګ دی.»

هغه افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتګ پر مهال د نوموړي هغو خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې و «په افغانستان کې د داعشیانو پر وړاندې ستر پرمختګ شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر اعلان کړی و چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې داعشیان مات کړي دي.

وسله‌والو طالبانو هم مخکې ادعا کړې وه چې دې ډلې په ننګرهار کې داعشیان مات کړي، خو امنیتي ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.

اړوند مطالب:

ننګرهار کې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعشیان وژل شوي

نورستان کې د داعشیانو د حضور پراخېدو په اړه اندېښنې

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51679

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading