بازتاب نیوز

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د دوامدارې جګړې له کبله ورځ تربلې د اړمنو افغانانو په شمېر کې په پراخه کچه زياتوالی راځي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال توبي لنزر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې وویل، چې په ۲۰۲۰م کال کې ۹،۴ ميليون وګړي، يا د افغانستان د نفوس څلورمه برخه به له بېوزلۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال ټېنګار وکړ، په جګړه ييزو هېوادونوکې اقتصادي وده ناشونې ده او د افغانستان د ناورين د مخنيوي يوازينۍ لاره روغه جوړه او د سولې ټینګښت دی. په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګه هم په هېواد کې د ورستيو حالاتو له کبله اندېښمنه ده. د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني د چهارشنبې په ورځ په ياده جرګه کې وويل ، اوسنی حالت د افغانستان راتلونکي لپاره ګواښونکی دی. په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بيا وايي، په تېره يوه مياشت کې لږ تر لږه ۸ زره افغان کورنۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې بېځايه شوې دي. د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستيال وياند محمد رضا باهر کليد ته وويل، له دغو بېځايه شوو سره د بېړنيو مرستو په برخه کې دغه وزارت له نورو مرستندويه بنسټونو سره په ګډه کار کوي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په وينا، په ۲۰۱۹ کال کې د بېځايه شوو کورنيو شمېر ۶۰۳ زرو ته رسېږي، چې ډېر شمېر يې د افغانستان په فارياب، بلخ، بغلان، بدخشان، دايکندي، ننګرهار او کنر ولايتونوکې له خپلو اصلي مېنو بېځايه شوي دي. The post ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-د-بېوزلۍ-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading