بازتاب نیوز

لویه څارنوالي لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه څېړي

١٣ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت لویه څارنوالي وایي، په لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو د شوو ادعاوو د پلټنو لپاره یې هیئت ګمارلی.

د لويې څارنوالۍ ویاند «جمشېد رسولي» وايي، یاد هیئت د لويې څارنوالۍ د مرستیال تر مشرۍ لاندې ګمارل شوې او دنده یې داده، څو په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې قضیه، چې څه موده وړاندې د «ګارډين» ورځپاڼې له لورې خپره شوې وه؛ وڅېړي.

لویه څارنوالي وروسته له هغه لوګر کې د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي.

ددې راپورونو خپرېدو بېلابېل غبرګونونه راوپارول، پوهنې وزارت په لومړیو کې یاد راپور په شدت رد کړ؛ خو وروسته یې د پېښې پلټلو لپاره یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.

د یاد راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنو رییس وتښتاوه او وروسته یې ورباندې داسې ويډیو ثبت کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط باله او له حکومت څخه یې د بښنې هیله لرله.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155706/لویه-څارنوالي-لوګر-کې-د-ماشومانو-د-جنسي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading