بازتاب نیوز

غور کې درې کسان د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د غور ولایت د ولایتي شرورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي، د غور ـ هرات پر لویه  لار نامالومو وسلوالو  درې کسان له موټر څخه ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي، د نوموړي په وینا څرګنده نده چې دغه کسان د چا لخوا او ولې وژل شوي دي.

د غور ولایت امنیتي چارواکي هم پېښه مني او وايي، چې دغه کسان د دایکندي ولایت څخه ول چې د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

عبدالمعروف رامش د غور ولایت د پولیسو ویاند وايي، دغه کسان له غور ولایت څخه د هرات په لور روان ول، چې  د فیروز کوه په قلع سرسنګ سیمه کې له موټر څخه ښکته شوي او پر ډزو وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه د څېړنې په حال کې ده او پولیسو د هغه کسانو په لټه کې دي چې دغه کسان یې وژلي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23727

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading