بازتاب نیوز

ملګري ملتونه: نهه ملیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

١٣ ليندی ١٣٩٨ د امریکا غږ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکو دفتر وايي، چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټول افغانستان کې نهه اشاریه څلور ملیونه وګړي بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالو مرستندویانو د ۷۳۳ میلونو ډالرو مرستو غوښتونکي شول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر او د یوناما مرستیال ټوبي لینزر د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر پر۴مه «لېندۍ۱۳مه»په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جګړه لا روانه ده او طبیعو پيښو د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته پېښه کړې ده.

ټوبي لینزر وویل:"‪ د افغانستان یو له څلورم وګړی بشري مرستو ته اړتیا لري، پنځه اشاریه پنځه ملیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته په عاجله توګه ضرورت لري، له نړیوالې ټولنې ۷۳۳ ملیونه ډالره غواړو. دا مرستې اسانه هم ندي خو زه کوښښ کوم چې دا مرستې ترلاسه کړم‪".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دا مسؤل وايي، چې په ۲۰۱۹ کال کې بشري مرستو ته اړتیا د دې مرستو په پرتله چې اوس دوی د ۲۰۲۰ کال لپاره غوښتي، کمه وه او په ويناء یې جګړه زیاته شوې، طبیعي پیښو سیلابونو او وچکالۍ زیانونه اړولي او فقر مخ په زیاتیدو دی.

ټوبي لینزر زیاته کړه:" د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې شپږ اشاریه درې ملیونه خلکو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، موږ څلور اشاریه پنځه ملیونه خلکو ته رسیده ګي کړې ده. ۶۱۲ ملیونه ډالره مرسته نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه. اتیا په سلو کې دا مرسته رسولې ده‪".

دوی وايي، په ۲۰۱۹ کال کې ۹۰ په سلو کې ولسوالۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راغلي، څلور ملیونه خلکو ته خوراکي توکي او یو ملیون وګړو ته د څښاک اوبه رسول شوي دي.

ټوبي لینزر وویل چې د بشري مرستو په برخه کې ملګري ملتونه د هر یوه ډالر مرستې حساب ورکولو ته چمتو دي.

ملګري ملتونه وايي، تر هغو چې په افغانستان کې سوله نه وي او جګړه روانه وي، خلک به یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/5192184.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading