بازتاب نیوز

د ولسي جرګې غړي د کابل اوسنۍ ککړې هوا سخت اندېښمن کړي

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا په تړاو جدي اندېښنه څرګنده شوه او د دوی په خبره، که یې مخنیوی ونه شي، ناوړه پایلې به ولري. د ولسي جرګي غړی سید احمد سیلاب وایي، د کابل د ککړې او خرابې هوا له کبله ډېری کابل ښاریانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي. دی زیاتوی، د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ادارې تر اوسه د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي، که یې کوم ګامونه پورته کړي هم دي، خو داسې پایله یې نه ده ورکړې، چې د کابل هوا ورسره پاکه شي. د ولسي جرګي یو بل غړي خان اغا رضایي هم وویل، چې هر کال د خرابې او ککړې هوا له کبله شاوخوا ۲زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ورته مهال د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني هم د کابل ښار د ککړې هوا په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چې په ککړه هوا کې د تروریزم په پرتله ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. بلخوا، روغتیاپال ډاکټر محب الله زغم هم وایي، ککړه هوا د انسان په ډېرو سیستمونو ناوړه اغیزه لري. د ده په خبره، ککړه هوا د سږو، ساه لنډۍ، سینه بغل او حتا د سږو سرطان په څېر ناروغۍ رامنځته کوي. څه موده وړاندې پر چاپېریال ساتنې د څار سازمان ویلی و، چې د هوا ککړتیا په افغانستان کې له جګړې زیات انسانان وژني. دا په داسې حال کې ده چې په ودانیو او ټرانسپورتي وسایلو کې د غیر معیاري سون توکو کارول، وچ او باد لرونکی اقلیم، د خاورو د کچي ډېروالی، د شنو سیمو او ونو لږوالی او د کثافاتو راټولولو کمزوری سیسټم د هوا د ککړتیا عوامل بلل شوي دي. The post د ولسي جرګې غړي د کابل اوسنۍ ککړې هوا سخت اندېښمن کړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/د-ولسي-جرګې-غړي-د-کابل-اوسنۍ-ککړې-هوا-سخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading