بازتاب نیوز

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

١٣ ليندی ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن چهارشنبه د ډسمبر پر ۴مه«لېندۍ۱۳مه» کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له ښاغلي خلیلزاد سره یې لیدنه کې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي:"موږ د تاوتریخوالې د کچې راکمېدو او د ملکي تلفاتو د کچې صفر ته پر راټیټېدو خبرې وکړې."

یوې حکومتي سرچینې هم له امریکا غږ سره خبرو کې د نوم نه خپرېدو په شرط کابل ته د ښاغلي خلیلزاد سفر تائید کړ.

تر دا مهاله له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې طالبانو ته د نژدې سرچینو په وینا ټاکل شوې د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۲مه یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي.

هغه کابل ته تر روانېدو مخکې پر خپل ټوېټر لیکلي و، چې ناټو، افغان ځواکونو او طالبانو په ننګرهار کې د وروستیو عملیاتو پرمهال داعش ډله ځپلې ده.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/khalilzad-trip-to-kabul/5192212.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading