بازتاب نیوز

جاپان په افغانستان کې د واکسین لپاره ۷ میلیونه ډالر مرسته وکړه

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

په کابل کې د جاپان سفارت د ملګرو ملتونو سازمان له وجهي صندوق یا یونیسف سره د افغان ښځو او ماشومانو د ساري ناروغیو د واکسین پلي کولو لپاره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا وايي، دغه پیسې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ۲ میلیونه او ۹۲۰ زره ښځو او ۱ میلیون او ۳۱۰ زره ماشومانو لپاره لګول کېږي.

د هغه په وینا، که څه هم په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې، خو د واکسین نه ورکولو له کبله افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو د تر ټولو په ټيټه کچه کې ځای لري.

په همدې حال کې د یونیسف ادارې استازي ابوبکر کامپو وویل، افغانستان د هغو دوو هېوادونو له ډلې یو دی چې اوس هم په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي شته او اړتیا ده چې د له منځه وړلو لپاره یې جدي ګامونه واخیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیالې ماموسۍ زېور وايي، په دغو مرستو سره به د یونیسف اداره وکولی شي چې څه باندې ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین او دغه راز به د فلج پر وړاندې د څه باندې ۱۰ میلیونه نورو ماشومانو ساتنه هم وکړي.

د هغې په وینا، د دغو مرستو له لارې به د ۲.۸ میلیونه امیندوارو مېرمنو لپاره د تیتانوس واکسین هم برابر شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ کال پر مهال د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو زیاتې یې هم په کندهار او روزګان ولایتونو کې دي.

اړوند مطالب:

جاپان د شمالي کوریا پر وړاندې «د افغانستان ملاتړ» وغوښت

جاپان د افغانستان له ټاکنو سره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51684

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading