بازتاب نیوز

کمېسیون سبا د ټاکنو لومړنۍ پایلې د اعلان په اړه پرېکړه کوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند علي افتخاري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې بهیر پای ته رسېدلی او په پام کې ده چې سبا د ولسمشري ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.

د نوموړي په خبره، د ۲۷ ولایتونو د رایو بیاشمېرنې بهیر او د پایلو تجزیه او تحلیل پای ته رسېدلی او راپور یې هم د کمېسیون رهبرۍ ته استول شوی دی.

افتخاري زیاتوي، کمېسیون له معترضانو، ټاکنیزو ټیمونو او سیاسي ګوندونو سره د قانون په چوکاټ کې د ولایتي رییسانو په منځګړتوب او انعطاف پذیرۍ یوې نسبي هوکړې ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ټاکنو کمېسیون او ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د ولسي جرګې له لوري د یوه پلاوي ټاکلو غوښتنه وکړه.

د رحماني په خبره، په پرله‌پسې توګه د ټاکنیز مهال‌وېش نقض، لانجمنې پرېکړې، د بیاشمېرنې بهیر درول او د ولسمشري ټاکنو له نوماندانو سره د کمېسیون تقابل هغه موارد دي چې د ټاکنو پروسه یې پر ناسم لوري بیولې ده.

په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو نن په پروان، پنجشېر، جوزجان او غور ولایتونو کې لاریون کړی او بایومټریک شویو رایو ته یې پر اعتبار ورکولو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب:

ټیفا: د ټاکنو کمېسیون رایو ته د اعتبار ورکولو میکانیزم نه لري

المان د افغانستان د ټاکنو د پایلې ژر اعلان غواړي

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51691

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading