بازتاب نیوز

ټیفا: د ټاکنو کمېسیون رایو ته د اعتبار ورکولو میکانیزم نه لري

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا مسوولانو نن په کابل کې د ولسمشري ټاکنو په تړاو خپلې موندنې خپرې کړې.

د ټیفا د موندنو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رایو ته د اعتبار ورکولو لپاره وړ میکانیزم نه لري.

د ټیفا په اعلامیه کې لیکل شوي چې د لازم میکانیزم نه موجودیت لامل شوی چې یوشمېر ټاکنیزې ډلې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ کړي او د ټاکنو کمېسیون هم نه‌دی توانېدلی چې د ټاکنو قانون په چوکاټ کې ټاکنیزو ډلو ته قناعت ورکړي.

د ټیفا د اعلامیې په بله برخه کې لیکل شوي چې د ټاکنو کمېسیون د ولسمشري ټاکنو له ورځې راهیسې ځینې پرېکړې او فعالیتونه د قانون، طرزالعملونو او لایحو خلاف کړي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده وايي، د ټاکنو کمېسیون له شمېرو سره لوبې کوي او شعارونه ورکوي او تراوسه پورې داسې میکانیزم نه لري چې پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې کړي.

یاد بنسټ پر ټاکنو کمېسیون د یوشمېر بنسټونو، هېوادونو او ټاکنیزو ډلو د فشارونو په اړه اندېښنه ښيي.

دغه بنسټ وړاندیز کوي چې له اوسنیو ستونزو نه د وتو او د ټاکنو برخلیک روښانه کولو لپاره دې د ملګروملتونو له‌خوا د ټولو ټاکنیزو شریکانو په حضور کې یوه فني او حقوقي غونډه جوړه شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند علي افتخاري سلام‌وطندار ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون په قانون او لایحو کې د پاکو او ناپاکو رایو د تفکیک میکانیزم شته او د همدغه قانون او میکانیزم له مخې یې د ۲۷ ولایتونو رایې بیاشمېرلي او تفتیش کړې دي.

د ټیفا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او یوشمېر ټاکنیزې ډلې، په تېره د ثبات او همپالنې ډله شاوخوا ۳سوه زره رایو ته د اعتبار ورکولو په برخه کې د نظر اختلاف لري.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله دغه شمېر رایې نابایومټریک شوې او جعلي بولي او پر باطلولو یې ټینګار کوي.

اړوند مطالب:

المان د افغانستان د ټاکنو د پایلې ژر اعلان غواړي

د ثبات او همپالنې پلویانو په فاریاب او تخار کې لاریونونه وکړل

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51688

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading