بازتاب نیوز

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

١٣ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی.

د رويټرز خبري اژانس په حواله، خلیلزاد به په کابل کې د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره وغږېږي او له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې به ورسره بحث وکړي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي، چې له طالب لوري سره د امریکا د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوازې ګرمې شوې.

څه موده وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» افغانستان ته د خپل نا اعلان شوي سفر په مهال هم ورته ادعا کړې وه، نوموړي ویلي وو، چې له طالبانو سره یې نوې خبرې پیل کړې او ورسره په یوه هوکړه کار کوي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155708/زلمی-خلیلزاد-کابل-ته-راغلی-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading