بازتاب نیوز

ډاکټر ناکامورا او په ننګرهار کې د هغه فعاليتونه

١٣ ليندی ١٣٩٨ پژواک خبري اژانس

جلال اباد (پژواک، ۱٣ لېندۍ ۹۸): پر افغان خاوره او افغانانو مين تيتسو ناکامورا چې نږدې دوه لسيزې مخکې يې خپل کلی کور پرېيښی او د افغانانو د خدمت په موخه افغانستان ته راغلی و، نن په  جلال اباد ښار کې د وسله والو له لوري ووژل شو.

ناکامورا ۷۳ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د سپټمبر په ۱۵مه د جاپان په فوکووکا ښار کې زېږېدلی، د طبي علومو په برخه کې يې زده کړې کړې او په  ٢٠٠٣ زېږديز کال کې افغانستان ته راغی، دلته يې د بيارغونې، پراختيا، کرنې او له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په برخو کې ډېرې پروژې بشپړې کړې دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى خوشال خليل په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي :

په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې يوې جاپانۍ موسسې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړونده سیمه کې د سیند په مهارولو سره لويه دښته شنه کړه او ځايي خلکو ته يې د خېټې مړولو او غلو دانو ګودام په لاس ورکړ.

هغه زياته کړې، دا پروژه جاپاني انجنير ايتو پيل کړې وه، خو له بده مرغه د وطن دښمنانو دده دا کار ونه شو زغملی، په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې ايتو د طالبانو له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شو. هغه مهال د سیمې خلک د جاپاني انجنیر په ننګه راپورته شول او ټوله سیمه یې محاصره کړه که چېرې انجنیر وژغورلی شي خو له بده مرغه هغه یې وژلی و.

خليل ويلي، د انجنير ايتو له وژلو وروسته ډاکټر ناکامورا چې په اصل کې د طب ډاکټر  و، حتى د ځايي خلکو په وينا، ويل کېږي د انجنير ايتو ورور دی، ننګرهار ته راغى چې د خپل ورور                نابشپړ ه  شوې پروژه بشپړه کړي، ډاکټر ناکامورا وکولای شوای دغه پروژه بريالۍ کړي او څو نورو سیمو کې هم ورته کار وکړي.

ده زياته کړې: ((ما په کوز کونړ کې دده د کار بېلګې له نږدې وکتلې چې له محلي موادو څخه يې ويالې او سربندونه جوړ کړي چې هم زیات دوام لري او هم ارزانه دي. ))
د ناکامورا تر ټولو ستره پروژه چې د ننګرهار کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې يې ترسره کړې د ۱۲ اشاريه ۴ کيلومتره په اوږدوالي د مرواريد کانال رغول دي چې ۳زره هکټاره ځمکه يې خړوبه او له يوې سپېرې دښتې يې د سبزيجاتو د حاصلاتو راټولو ستر مرکز جوړ کړ.

دا کانال پوره شپاړلس کاله وړاندې جوړ شوی و، د کونړ له سينده يې سرچينه اخيسته، چې دا تېره ورځ يې يو ځل بيا د ۷۰۰زره ډالرو په لګښت د بيارغونې چارې پيل کړې وې، خو دغه ارمان يې پوره کېدو ته پرېنښودل شو.

د ښېوې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محمد اکبر پژواک ته وويل، د ناکامورا موجوديت خېوې ولسوالۍ ته ساه ورکړه، للمي ځمکې يې شنې کړې او بې روزګاره خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړه.

هغه وايي، ډاکټر ناکامورا پر دې سربېره په ښېوې، کامې، بهسودو او دره نور ولسواليو کې نور واړه سربندونه، واړه کانالونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او د بيارغونې نورې چارې هم ترسره کړې دي.

د کوز کونړ ياخېوې ولسوالۍ ولسوال اسماعيل شينواری هم وايي چې ډاکټر ناکامورا دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې ډېر کارونه ترسره کړي چې پر مرواريد کانال سربېره يې شاوخوا ۱۲سوه جريبه ځمکه باندې يو ستر باغ جوړ کړی چې په کې مېوه لرونکې او بې مېوې ګڼې ونې کرل شوي او د حاصلاتو سربېره يې خلکو ته د تفريح لپاره هم زمينه برابره کړې ده.

هغه وايي، پرون يې د مرواريد کانال د بيارغونې چارې پيل کړې او همدا اوس هم د سيند پر غاړه د کوټۍ، تاران او کچړۍ سيمو کې د استنادي دېوالونو چارې روانې دي چې شاوخوا ۸ کيلومتره ديوالونه رغوي.

نوموړي پر دې سربېره د کونړ پر سيند د کامې ولسوالۍ د خلکو لپاره هم يو سربند جوړ کړی چې ياده ټوله ولسوالۍ يې له امله حاصل خېزه شوې او خلک يې په کار بوخت شوي دي.

د کامې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک عبدالوکيل ميټاخېل  وايي، ۱۸ کاله وړاندې کامه للمه وه، خو ډاکټر ناکامورا دلته د کامې سربند په جوړېدو چې هغه مهال يې يو شمېر خلکو مخالفتونه هم کول، ورغولو چې له امله يې اوس له يوې قريې پرته د کامې ټولې ۷۳ قريې خړوبې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د کامې خلک د ناکامورا پر وژل کېدو داسې غمجن دي ، لکه د کورنۍ کوم غړی يې چې وژل شوی وي، حتی خلک وايي، که لس وکيلان مړه وای؛ خو چې ناکامورا ژوندی وای، ناکامورا خو خلکو ته ژوند ورکړ.))

ناکامورا چې تازه يې يوځل بيا د مرواريد کانال د بيارغونې چارې پيل کړې وې، نن سهار (د لېندۍ په ۱۲مه) د همدغه کار په موخه له خپل دفتره خېوې ولسوالۍ ته روان و، چې جلال اباد ښار کې د وسله والو تر بريد لاندې راغی.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، ناڅرګندو وسله والو د ښار د لومړۍ ناحيې اړوند سولې کاروان دفتر ته څېرمه د ډاکټر ناکامورا پر موټر ډزې کړي هغه او پنځه نور کسان چې څلور يې ساتونکي او يو يې موټر چلوونکی دی وژلي.

هغه زياته کړه، ډاکټر ناکامورا لومړی سخت ټپي و، جلال اباد حوزوي روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د بهرنيو ځواکونو په همکارۍ د بګرام هوايي ډګر نظامي روغتون ته انتقالېده چې پر لاره يې ساه ورکړه.

د پېښې يو عيني شاهد عصمت الله وويل، په دوو موټرو کې وسله وال کسان راغلل، له موټره راکښته شول، کله چې د موسسې موټر راغی، ډزې يې پرې وکړې او وروسته بېرته موټرو ته پورته شول او وتښتېدل.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی اسرار الله مراد وايي، د شورا يو وکيل نه شي کولی چې جلال اباد ښار ته له جواز پرته وسله انتقال کړي، دا چې وسله وال راځي او داسې بريد ترسره کوي، بېرته تښتي، امنيتي چارواکي يې بايد په اړه ځواب ورکړي.

خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې جلال اباد حوزوي روغتون کې يې په همدې تړاو خبرې کولې ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې د دغې موضوع پلټنه وکړي.

ډاکټر تېتسو ناکامورا ته تېر کال د نوموړي د ښو خدمتونو له امله ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړ.

تر ناکامورا وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې د PMS په نوم د دغې جاپانۍ موسسې يو بل کارمند ايتو هم د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې وژل شوی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له لوري هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر ډاکټر ناکامورا د بريد غندنه شوې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر ناکامورا د بريد مسوليت نه دی منلی، بلخوا وسله  والو طالبانو   په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/560266

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading