بازتاب نیوز

افغانستان په ۲۰۲۰ کې د سولې لپاره ښه چانس لري

١٣ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې وايي چې دغه هېواد د سولې راتلو لپاره ښه چانس لري.

کې چې په لندن کې د ناټو غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، د ترهګرو ډلو په منځ کې یوازې طالبان د تاوتریخوالي پر ډېروالي ټینګار کوي، خو پاتې نورې ډلې اوربند غواړي.

هغه زیاتوي، اوس د افغان سولې لپاره سیمه‌ییزه اجماع جوړه شوې او پاکستان، ایران، روسیه او چین د دغې پروسې ملاتړ کوي.

نوموړي که څه هم ۲۰۲۰ کال ته خوشبینه دی چې دا کال به په افغانستان کې د سولې کال وي، خو وايي، موږ باید هر څه ووینو، له ۲۰ کلنې جګړې وروسته سوله وخت ته اړتیا لري او ښايي په دې لاره کې تاوتریخوالی او ناهیلي هم وي.

د نېکولاس کې په وینا، طالبان پوه شوي چې د جګړې له لارې نه بریالي کېږي او د افغانستان د قضیې حل یوازې خبرې اترې دي.

هغه زیاتوي، بین‌الافغاني خبرې به سختې وي او ښايي ډېر وخت ونیسي؛ ځکه په وینا یې، ډېری افغانان د طالبانو د خوښې امارتي نظام نه مني.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي د ولسمشري ټاکنو په اړه وویل، مهمه دا ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلو چارو تر پای ته رسولو وروسته د یادو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان او نوماندان یې هم ومني.

اړوند مطالب:

خلیلزاد: ننګرهار کې د داعش په ماتې کې طالبانو هم رول درلود

ناټو د دغه سازمان د جوړېدو اویایمه کلیزه ونمانځله

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51692

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading