بازتاب نیوز

د لوګر په ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه دڅېړلی غوښتنه

١٣ ليندی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان حکومت ادارې دې لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه وڅېړي. د یاد وزارت په رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي موږ د لویې څارنوالۍ په ګډون له ټولو افغان ادارو هیله کوو، چې په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو خپاره شوي اندېښمنوونکي راپورونه دقیق وڅېړي او په تړاو یې قاطع اجرآت وکړي بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه لوګر کې د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي. ددې راپورونو خپرېدو بېلابېل غبرګونونه راوپارول، پوهنې وزارت په لومړیو کې یاد راپور په شدت رد کړ؛ خو وروسته یې د پېښې پلټلو لپاره یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه. د یاد راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنو رییس وتښتاوه او وروسته یې ورباندې داسې ويډیو ثبت کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط باله او له حکومت څخه یې د بښنې هیله لرله.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-لوګر-په-ولایت-کې-د-ماشومانو-د-جنسي-ځور/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading