بازتاب نیوز

د افغانستان د جنګي جرمونو په اړه دڅیړنی غوښتنه

١٣ ليندی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د افغانستان د بشري حقوقو د کمیشن مرستیال محمد نعیم نظري په دغه هیواد کښې په جنګي جرمونو باندې د غور کیدو په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: تراوسه له دې موضوع سره په اړوندې هیڅ کومې دوسیې باندې غور نه دی شوی. نظري ټينګار وکړ چې دغه کمیشن په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو او طالبان ډلې په شمول د ټولو لورو له خوا، په جنګي جرمونو باندې د غور او ورته د رسیدګۍ غوښتونکی دی. په هم دې لړ کښې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له لویدیځو هیوادونو غوښتې دي چې په افغانستان کښې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په لړ کښې پټونې بندې کړي. د ویلو ده چې څو میاشتې مخکښې امریکې په ګواښ سره د جزا نړیواله محکمه په هغو دوسیې باندې له غور څخه منعه کړه چې په افغانستان کښې د دغه هیواد د پوځیانو د جنایتونو په هکله وې.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-افغانستان-د-جنګي-جرمونو-په-اړه-دڅیړنی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading