بازتاب نیوز

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي

١٣ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره تر ليدو وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې خلیلزاد د سولې لپاره د خپل ماموريت په موخه د کابل او دوحې په سفر وتلی دی.

اعلاميه زياتوي، چې ښاغلی خلیلزاد به د ګډ حکومت له چارواکو سره افغانستان ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر، سولې او بين الافغاني خبرو اترو په اړه بحث وکړي.

زلمي خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې د سولې لپاره خپل سفرونه پيل کړي، چې نږدې دوه مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې وې، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته خلیلزاد يو ځل بيا د سولې ماموريت په اړه خپل سفرونه پيل کړل، د تېرې مياشتې په وروستيو کې يې هم په دوحه کې له طالبانو سره غیر رسمي ليده کاته کړي وو او تېره اونۍ، چې د امريکا ولسمشر په نا اعلان شوي سفر بګرام ته د خپلو پوځيانو ليدو ته راغلی و، دلته يې يو ځل بیا له طالبانو د سولې خبرو د بيا پيلېدو يادونه وکړه، ورپسې خلیلزاد کابل ته راغلی او تر دې وروسته به له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو د بيا پيل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، په لنډو ورځو کې به د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلې خبرې له هماغه ځايه پيل شي، چېرته چې درېدلې وې او دواړه لوري به يوې هوکړې ته ورسيږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155713/د-امريکا-د-بهرنيو-چارو-وزارت-خلیلزاد-له/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading