بازتاب نیوز

جمهوررئیس محمداشرف غني د سولی لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره وکتل

١٣ ليندی ١٣٩٨ خبرگزاری دید

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د اوربند او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا جمهوررئیسانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د پایداره سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو، خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني، خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه ذکر شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

اصلي اړیکې: http://didpress.com/ps/?p=1257

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری دید په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading