بازتاب نیوز

نړیوال بانک: افغانستان به له سولې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ولري

١٤ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د نړیوال بانک یو تازه راپور ښيي چې که افغانستان له طالبانو سره سوله هم وکړي، د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته اړتیا لري.

نړیوال بانک ویلي چې د دغه بانک د ارزونې پایله ښيي چې افغانستان د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازمه بودیجه، د اقتصادي پیاوړتیا بهیر ملاتړ او له طالبانو سره د سولې هوکړې وروسته د دغې هوکړې دوام لپاره هر کال له شاوخوا ۶ تر ۸ میلیارډه ډالره مرستو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هینري کرالي ویلي چې «د امنیتي وضعیت ښه‌والی، د سیاسي ثبات او یوه خوندي چاپېریال رامنځته کېدل کولای شي چې په هېواد کې خصوصي پانګونه زیاته او کاري اسانتیاوې برابرې کړي.»

نوموړي ویلي، سره له دې چې نړیواله ټولنه کولی شي د وخت په تېرېدو سره په تدریجي ډول له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کمې کړي، خو جدي اړتیا ده چې دغه کموالی په پوره دقت د دغه هېواد له مالي اړتیاوو سره په پوره همغږۍ داسې عملي شي چې خلکو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کول او پراختیايي فعالیتونه اغېزمن نه کړي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، که څه هم افغانستان په وروستیو کلونو کې د کورنیو عوایدو په راټولولو کې ښه پرمختګ کړی، خو د عوایدو او لګښت ترمنځ تناسب نامتوازن دی.

نړیوال بانک ویلي چې اوس هم د افغان دولت د ټولو لګښتونو ۷۵ سلنه د نړیوالې ټولنې مرستې جوړوي.

د راپور له مخې، د افغانستان کلني عواید له ۲.۵ میلیارډه ډالرو ډېر اټکل شوي، خو د هر کال لګښت بیا تر شاوخوا ۱۱ میلیارډه ډالرو رسېږي.

راپور زیاتوي چې ښايي د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو شویو مرستو کچه که هغه د هرې «سناریو» له مخې وي، د تېر په پرتله کمه شي.

افغان حکومت، په تېره مالیې وزارت تراوسه د نړیوال بانک د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب:

د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک اندېښنه

حکومت: د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور نیمګړی دی

نړیوال بانک مالیې وزارت ته د هڅونې په پاره ‍۱۸۹میلیونه ډالر ورکړي

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51707

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading