بازتاب نیوز

د ۹۱ خالي کوډ؛ نبیل وايي، د دغه کوډ ټولې پیسې پر ټاکنیزو کمپاینونو لګېدلي

١٤ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د ولسمشري یو نوماند رحمت‌الله نبیل نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ۹۱ کوډ ټولې پیسې په ټاکنو کې لګېدلې دي. د نوموړي په وینا، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ځینې مفسدان هم له بنده خوشې شوي دي.

نوموړی د کابل بانک د یوه مخکیني سهم لرونکي خلیل‌الله فېروزي د خوشې کولو په اړه وايي چې نوموړی د یوې معاملې له مخې خوشې شوی دی.

نبیل وايي، د دغې ادعا په اړه سندونه لري او که یوه بې‌طرفه محکمه جوړه شي، ورته وړاندې به یې کړي.

هغه زیاتوي چې اوس هېواد له هر اړخه له کړکېچ سره مخ دی او حکومت نه‌شي کولای چې د سولې خبرو اترو لپاره پر یوه پلاوي سره سلا شي.

رحمت‌الله نبیل د ټاکنو په اړه وايي، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې نه کړي، د «عبوري حکومت» طرحه به وړاندې کړي.

هغه دا طرحه د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره «اصلي کیلي» یادوي او وايي، د دغه حکومت مشر باید یو بې‌طرفه کس وټاکل شي.

نبیل د ولسمشري له ټولو نوماندانو او سیاستوالو غواړي چې د ټاکنو په برخه کې باید قرباني ورکړي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51724

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading