بازتاب نیوز

فاریاب کې د نجونو ولور له ۹ تر ۲۵ زره ډالره؛ ځوانان شکایت کوي

١٦ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

که څه هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې د نجونو پر سر لوړ ولور اخیستل کېږي، خو د دومره پیسو ورکول په فاریاب کې د ځوانانو له وسې وتلي دي.

د دغه ولایت د اندخوی، قرمقول، قرغان او خان‌چارباغ ولسوالیو یو شمېر ځوانانو د ولور له لوړالي شکایت کوي او وايي چې په یادو سیمو کې د نجونو ولور له ۹ تر ۲۵ زرو امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د اندخوی ولسوالي یوه اوسېدونکي احسان بېک سلام‌وطندار ته ویلي چې د نجونو د ولور او د واده په مراسمو کې د نورو لګښتونو لوړوالي له امله د سیمې ډېری ځوانان په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، څو د خپل واده لګښتونه وګټي.
د فاریاب یو مدني فعال خدایداد دروېش هم د دې ستونزې پخلی کوي او وايي، د اندخوی په څلورګونو ولسوالیو کې د ولور او نورو لګښتونو لوړوالی لامل شوی چې ځوانان د نشه‌يي توکیو کارونې ته مخه کړي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت ډېری ځوانان له ۱۰ تر ۱۲ کلونو خواري سره سره بیا هم نه‌شي کولی چې د واده ولور او نور لګښتونه پوره کړي.

په همدې حال کې د فاریاب د ښځو چارو رییسه ماریا نوري وايي، د نجونو د ولور لوړوالي له کبله یوازې ځوانان نه، بلکې نجونې هم ترې کړېږي.

د هغې په وینا، د دغه ولایت له ډېری ښځو سره یې په دې اړه ناستې کړي او په وینا یې، د هغوی ټینګار هم دا و چې یادې پیسې ډېرې دي او باید راکمې شي؛ ځکه ځوانان نه‌شي کولی په اسانۍ سره یې پوره کړي.
بله‌خوا د فاریاب د حج او اوقافو رییس ګل‌احمد لطفي وايي چې د دغه ولایت د علماوو شورا په همکاري یې د نجونو لپاره د ولور کچه ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکلې ده.

خو له وروستیو راپورونو داسې ښکاري چې د حج او اوقافو ریاست او علماوو شورا دغه پرېکړه نه‌ده عملي شوې او په یاد ولایت کې د لوړ ولور اخیستل لا هم دوام لري.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51740

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading