بازتاب نیوز

د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شوې

١٦ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرې اترې د قطر په پلازمېنې دوحه کې له سره پیل شوې دي.

د نوموړي په وینا، په یادو خبرو اترو کې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني هم ګډون لري.

هغه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې له هغه ځایه بېرته پیل شوي چې لغوه شوې وې او سبا به هم دوام ولري.

ځینو امریکايي چارواکیو منلې چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل شوې دي.

د دغو سرچینو په وینا، د تاوتریخوالي کموالی، د اوربند اعلان او د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل د دغې غونډې مهمه موخه ده.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا وايي چې ښايي د خبرو اترو په دغه پړاو کې پر هغې مسودې هوکړه وشي چې په تېرو پړاوونو کې یې چمتو کړې وه.

د نوموړي په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته به بین‌الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سټراټیژیکو اړیکو رییسه ناجیه انوري سلام‌وطندار ته وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې تېره مسوده لغوه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا له دغه کمېسیون سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بحث وړ موضوعاتو نه شریکولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر ویلي چې له اوربند او د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیلېدو وروسته کولای شو دغه پروسه د سولې په نوم ونوموو.

ډونالډ ټرمپ په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې اترې هغه مهال لغوه کړې چې په کابل کې د طالبانو د یوه برید له کبله د یوه امریکايي په ګډون دولس کسان ووژل شول.

اړوند مطالب:

ینس‌سټولټنبرګ: سیاسي حل‌لاره، د افغان جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي

افغانستان په ۲۰۲۰ کې د سولې لپاره ښه چانس لري

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51747

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading