بازتاب نیوز

“جاشوا” خپل ټول کمربندونه بیرته ترلاسه کړل

١٧ ليندی ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د نړۍ د بوکس مشهور ستوري،په خپل مکسیکویي سیال باندې په بریا سره ټول له لاسه وتلي کمربندونه بیرته ترلاسه کړل د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د “انتوني جاشوا “او “اندي رویز “تر مینځ سیالۍ نن سهار د ( لیندۍ ۱۷) په سعودي عربستان کې ترسره شوه. د بریتانیا دروند وزن اتل جاشوا په دې سیالۍ کې وتوانیدو چې په یوه سخته او حساب وړ سیالۍ کې خپل سر سخت مکسیکویي سیال ته د دولس پړاوه ماتو خوړلو وروسته ماتې ورکړي. جاشوا په دې سیالۍ سره و توانید چې د  IBO,IBF,WBO د اتلولۍ کمربندونه چې د مخکني پړاو سیالۍ کې یې بایلودي ول،بیرته ترلاسه کړي. جوشوا شپږ میاشتي مخکې د اندې رویز؛ پر وړاندې سیالۍ کې ناک اوټ شوی او ټول کمربندونه یې له لاسه ورکړي وو.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/09/17/جاشوا-خپل-ټول-کمربندونه-بیرته-ترلاسه/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading