بازتاب نیوز

هلمند کې پر افغان امنیتي ځواکونو موټر بم برید شوی

١٨ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د راپورونو پر ساس طالبانو نن ( دوشنبه لیندۍ ۱۸ ) د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر قرار ګاه موتړ بم برید ترسره کړی، چې افغان امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کړه څه نشته خو د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک ویلي چې دغه چاودنه کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره مالومات یې له رسنیو سره ندي شریک کړي.

په ورته وخت کې طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او وايي، چې برید کې یې په لسګونو افغان کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې تېره ورځ ( یکشنبه لیندۍ ۱۷ ) هلمند ولایت کې د ماین چاودنې پنځه پولیس ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23791

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading