بازتاب نیوز

نوی قانون؛ ۱۸ کلن، ماشوم شمېرل کیږي

١٩ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان ولسي جرګې له ماشومانو د ملاتړ قانون  له کلونو وروسته تصویب کړ.

له ماشومانو د ملاتړ قانون چې له کلونو راهیسې ولسي جرګه کې پرې اختلاف وو تېره ورځ (  دوشنبه لیندۍ ۱۸ ) د دغه مجلس لخوا تصویب شو.

له ماشومانو د ملاتړ قانون چې ۱۶ څپرکو او ۱۰۸ مادوو کې لیکل شوی دی، د ولسي جرګې لخوا په داسې حال کې تصویب شو، چې د ماشوم د قانوني سن په اړه ولسي جرګه کې اختلاف وو.

دغه قانون چې تېرکال د ولسمشر  له لوري توشیح شوی وو، په دريمه ماده کې راغلي چې ماشوم هغه کس ته وویل کیږي چې تر اتلس کلو کم عمر لرونکی وي.

ولسي جرګه کې پر همدغې دریمې ماده اختلاف شتون درلود، چې تېرکال د ماشوم د سن په اړه د اختلاف له امله یاد قانون تصویب نشو.

که څه هم  د افغانستان ډیری قوانینو کې هغه کس چې له تلس کلونو کم عمر ولري ماشوم بلل کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23806

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading