بازتاب نیوز

ملګري ملتونه: میلیونونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم شوي

١٩ ليندی ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي" یوناما" وايي، د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د پرمختګونو سره سره اوس هم ماشومان په دغه هیواد کې د جګړو، تاوتریخوالي او جنسي زورزیاتي اصلي قربانیان دي.

نن سې شنبه ( لیندۍ ۱۰ مه) د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، سږکال دا ورځ "ځوانانو د بشري حقونو لپاره راپورته شئ" تر سرلیک لاندې د نړیوال کمپاین په ترڅ کې په نړۍ کې لمانځل کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي"یوناما" په یوه اعلامیه کې بشري حقونو ته د افغان ماشومانو نه لاس رسي له امله اندیښنه ښودلې ده.

"یوناما" ویلي، په افغانستان کې د روان۲۰۱۹میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته د هلکانو او نجونو د لاس رسي په ګډون له یو لړ پام وړ پرمختګونو شوي، خو د دغو پرمختګونو سره سره لاهم په میلیونونو افغان ماشومان له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.

دا اعلامیه وايي"په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسیدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي."

بیان وايي، چې ماشومان لاهم پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د بریدونو له منفي اغیزو سره او په نا مناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه ویني او په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرې د افغانستان د څانګې استازې هم ده ویلي:"د بشري حقونو د قربانیانو د ستونزو اوریدل باید د افغان چارواکو د مهمو لومړیتوبونو په سرکې ځای ولري، په ځانګړي ډول کله چې قربانیان ماشومان وي، ځکه چې د حساب ورکولو نشتوالي، له سزا ورکولو زمینه پراخوي، چې له کبله یې د بشري حقونو ناوړه ګټه اخیستونکو ته د ودې زمینه برابریږي." هغي زیاته کړه: "د ښځو، ماشومانو او نورو اغیزمنو ګروپونو ساتنه باید د هر ملت د بشري حقونو د خوندیتوب د ستراتیژیو په زړه کې ځای ولري."

افغانستان ډیر ځوان نفوس لري او تقریبا دوه پردرې برخه وګړي یې له ۲۵ کلنۍ کښته عمرلرونکي بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې پراساس یوناما د ملکیانو د خوندیتوب او څارنې اړوندو مسلو کې خپلې بوختیا ته دوام ورکوي او د ماشومانو په وړاندې د شپږو لویو او جدي سرغړونو په اړه به راپورو رکولو ته دوام ورکړي.

یوناما وايي:"پردې سربېره به د بشري حقونو د ودې او د وسله والو ډلو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو په تور د ماشومانو ساتل کیدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوي. یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دي".

" یوناما"په ټولنه کې د دغسې ماشومانو د بیرته ادغام کیدلو مرکزونو ته له لیږلو مخکې د هغوی د درملنې غوښتنه کوي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د شمیرنو له مخې اوس مهال ۸۰۰ ماشومان په بیلایلو جرمنو د ماشومانو د اصلاح او تربیت په مرکزونو کې ساتل کیږي.

  • د ماشومانو د حقونو خوندیتوب قانون

"یوناما" د بشري حقونو څخه د میلیونونو افغانانو ماشومانو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندنې کړي، چې افغانستان ولسي جرګې په تیرو نږدې دوه لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون تیره ورځ ( لیندۍ ۱۸مه) د رایو په اکثریت تصویب کړی دی.

دغه قانون چې په ۱۳۹۵ کال کې د کابینې لخوا تایید شوی وو، خو په قانون کې د ماشومانو ته د ۱۸ کلنۍ عمر د ټاکلو په سر د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د مخالفت له امله دا قانون د پارلمان په تیرو دورو کې تصویب نشو.

په قانون کې راغلي چې له اتلسو کلونو څخه دټیټ عمر لرونکي انجونې او هلکان ماشومان ګڼل کیږي، چې باید سرپرستي او پالنه یې وشي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/afghan-children-do-hard-working-/5199864.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading