بازتاب نیوز

اکبر: طالبان دي د بشري حقونو ارزښتونه په رسمیت وپيژني

١٩ ليندی ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، جګړه په پراخه توګه د بشري حقونو نقضولو لامل شوې او د سولې روانو خبرو کې باید د بشري حقونو معیارونه رعایت شي.

شهرزاد اکبر د سې شنبې په ورځ د ډسمبر پر ۱۰مه «لېندۍ۱۹مه» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې لمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو کم لګښت لرونکې لار بین الافغاني مذاکرات دي.

اغلې اکبر زیاته کړه، چې د غه مذاکرات به هغه مهال په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شي، چې د خبرو ښکېل اړخونه د جګړې د قربانیانو غوښتونو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل:"د دې لپاره چې خبرې اترې په تلپاتې سولې پای ته ورسيږي، بايد دا بهير ټول شموله وي او ښکېلې غاړې د قربانيانو، ښځو او ځوانانو غوښتنو ته غوږ شي، د بشر حقونو د موازينو رعايت په ټولو مراحلو کې د افغانستان د خلکو او زموږ د بين المللي همکارانو د جدي اندېښنې په توګه مطرح شي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې زیانمنو شوو وګړو ته په اشاره ټینګار وکړ چې، د سولې خبرو کې باید (کونډومېرمنو، بې سرپرسته ماشومانو، معلولو وګړو او بې ځایه شوو وګړو) ته لازمه پاملرنه وشي.

په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پیري مایدون هم وویل، چې د بشر حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دي.

هغه زیاته کړه: "د بشر حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دي، کله چې دولت خپل ماشومان هېر کړي هغه ضعيف دولت دی، او کله چې حکومت او جمهوريت له ضرر منونکو هيوادوالو دفاع کوي، هغه جمهوريت ځواکمن دی."

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ یو ځل بیا په قطر کې د امریکايي او طالب استاز ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، چې د سرچینو په وینا په دغو مذاکراتو کې د تاوتریخوالې پر کمېدو، چې بین الافغاني خبرو او اوربند ته زمینه برابره کړي، بحثونه کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/taliban-must-support-human-rights-/5199883.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading