بازتاب نیوز

د بلخ- جوزجان لويې لارې نه طالبانو ۳۰ملکيان تښتولي

١٩ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د جوزجان ولايت سيمه‌ييز مسوولان وايي، طالبانو ۳۰ ملکي کسان چې غوښتل يې د فيض‌اباد ولسوالۍ د محلي پوليسو د قومندان الله بيرن د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي له ځانه سره وړي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندان عبدالواحد وجدان سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو نن سهار د الله بيرن د ورور مولان بای په ګډون ۳۰ ملکي کسان د جوزجان- بلخ له لويې لارې تښتولي دي.

نوموړی زياتوي، طالبانو ياد کسان د جوزجان ولايت خانقا ولسوالۍ بېش‌کپې کلي ته لېږدولي دي.

د جوزجان ولايت د ولايتي شورا غړی شېرمحمد نور وايي، طالبانو چې کوم کسان تښتولي دي د محلي پوليسو له قومندان سره اړيکه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51806

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading