بازتاب نیوز

کونړ کې د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلویانو لاریون وکړ

١٩ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې سلګونه پلویانو لاریون وکړ او د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون یې غږ وکړ، چې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې کړي.

لاریونوالو د ټاکنو له کمیسیونه وغوښتل چې پاکې او ناپاکې رایې دې جدا او د قانوني پروسو له بشپړلو وروسته دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
دوی پر حکومت غږ وکړ، چې د ټاکنو کمیسیون په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د لاریون یوه ګډونوال او کونړ کې د ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکنیزې ډلې یوه استازي رفیع الله حیدري د لاریون په پای کې د یوه پرېکړه لیک په لوستلو سره وغوښتل چې درغلي کوونکي دې مجازات شي.

لاریونوالو ويل، چې د ټاکنو کمیسیون خپلواک نه دی او هیله یې ښودله، چې دغه کمیسیون دې ژر تر ژره، د دوی په وینا، د ارګ تر فشار لاندې نه راځي او ژر دې خپله بې پرې پرېکړه ولس ته واوروي.

لاریونوالو زیاته کړه، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول معامله نه‌شي منلی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51811

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading