بازتاب نیوز

سوله باید د سیاسیونو له منګولو و‌ایستل شي

١٩ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د هېواد د لوېدیځ زون د علماوو شورا رییس مولوي خداداد صالح نن په هرات کې د ګڼو دیني علماوو، قومي مخورو او هراتي وګړيو په ګډون د «سولې او مشورې» تر نامه لاندې غونډه کې وویل چې په هېواد کې د سولې روانه پروسه باید د سیاسونو له منګولو و ایستل شي.

صالح ټینګار وکړ، ترڅو چې د سولې پروسه د څو تنو په انحصار کې وي او د ټولنې ټول پوړونه په کې ونډه وا نه‌خلي، ښې پایلې به ونه لري.

که څه هم مولوي صالح د کومې ځانګړې ډلې یا کس نوم وا نه‌خیست؛ خو وايي، چې هغو سیاستوالو د سولې پروسه یرغمل کړې چې ځانونه د سولې سفیران بولي.

د هېواد د لویدېځ زون د علماوو شورا رییس د طالبانو او حکومت ترمنځ لنډمهاله اوربند او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د سولې لومړی ګام بولي او وايي، چې بهرني هېوادونه په افغانستان کې د سولې د نه راتلو اصلي عاملان دي.

په ورته وخت کې د طالبانو یوه پخواني چارواکي او د افغانستان د ژغورنې عالي شورا مشر سید اکبر آغا هم د سولې غوښتنې په دې غونډه کې وینا وکړه او ويې وویل، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په اوسنۍ هوکړه کې به هم اوربند نه وي.

نوموړي زیاته کړه، د هوکړه لیک له لاسلیکېدو او د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیل وروسته به لومړی ګام د دولت او طالبانو ترمنځ اوربند وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالب استازيو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو بل پړاو پیل شوی او تمه ده چې دغه خبرې به یوې پایلې ته ورسېږي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51818

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading