بازتاب نیوز

د لوګر بره‌کي برک ولسوالۍ کې څلور ماشومان وژل شوي

١٩ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د لوګر ولايت د والي ویاند دیداراحمد لونګ سلام‌وطندار ته وايي، بره‌کي برک ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د څلورمې لوا له لوري د ډي سي توپونو په ډزو کې څلور ماشومان وژل شوي دي.

لونګ زیاتوي، د پېښې د څېړلو په موخه یو پلاوی ټاکل شوی او ژر تر ژره به دغه پېښه وڅېړي.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لاريون په بڼه د ولايت مقام مخې ته غونډ شوي او د وژل شوي ماشومانو جسدونه يې راوړي دي.

دوی وايي، نن غرمه مهال افغان او نړیوالو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له کمپه دوشیخ سیمه باندې د ډي سي توپونو برید کړی چې په پایله کې يې څلور ماشومان وژل شوي دي.

لاریونوال نورعلي سلام‌وطندار ته وویل، د دوشېخ د سیمې څلور ماشومان د سون توکو راټولو لپاره له کوره وتلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو له کمپه ورباندې د ډي سي توپ په وسیله بريد شوی دی.

دوی له حکومته د دې پېښې د کره څېړلو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې باید عاملان یې مجازات شي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51823

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading