بازتاب نیوز

غزني: ماین چاودنې د ښځو په ګډون ۱۰ ملکي کسان وژلي

٢٢ ليندی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption افغانستان کې د سړک غاړې ماینونو ملکي خلکو ته د تلفاتو یو لوی لامل بلل کېږي (ارشیف تصویر)

غزني کې ځايي چارواکي وايي، نن 'جمعه دسمبر ۱۳ مه ' د قیاق درې لارې اوږدو کې د ملکي خلکو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر پر خښ شوي ماین وربرابر شوی، چې د چاودنې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، د پېښې ټول قربانیان ملکي خلک دي، چې د غزني والي ویاند محمد عارف نوري په وینا ښځې او ماشومان هم پکې شته:

''د نن ګهیځ دغه چاودنه کې د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون دغه پېښه کې ۱۰ کسان شهیدان شوي دي او د دریو ښځو په ګډون شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دي. ''

پېښه د غزني له ښاره لس کیلومتره لرې په جغتو ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا یو ترهګریز عمل بللی او سخته غندنه یې کړې ده.

افغانستان کې ماینونه: د ښځو پرتله د سړو مرګژوبله څو برابره ډېره شوې

افغانستان: د ماینونو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکيان وژلي

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغه ماین ځای پر ځای کولو پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې او سړک غاړي ماینونه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو یو لوی لامل ګڼل شوی.

تېر کال د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي وو د نژدې لسو زرو وژل شویو ملکیانو د وژل کېدو اتلس سلنه یې د سړک غاړې ماینونو له کبله وه.

ملګرو ملتونو ادارې تېر نومبر کې وویل، روانه افغان جګړه کې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي او تېرو کلونو کې دا شمېره ډېره شوې ده.

دې ادارې تېر اکټوبر کې وویل، چې د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې نژدې دوه زره پنځه سوه ولسي وګړي وژل شوي او له پنځو زرو شپږ سوو ډېر ژوبل شوي دي.

د یوناما د رپوټ له مخې د دې مرګ ژوبله نږې ۴۱ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50783531

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading