بازتاب نیوز

په اووه ولایتونو کي د رایو بیا شمېرلو ته چمتوالی پیل شو

٢٣ ليندی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د شکمنو محلونو د بیا شمېرنې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

په اووه ولایتونو کې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې د څو اوونیو له ځنډ وروسته د ثبات او همپالنې ډلې مشر داکتر عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته سپارښتنه وکړه، چې په اړوند ولایتونو کې ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وايي، چې دوی په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي اورنګزیب وايي، چې د دغو ولایتونو د رایو بیا شمېرنه سبا ته پیلیږي او په دوه یا درې ورځو کې به بشپړه شي او وروسته به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ثبات او همپالنې ډله اوس هم د درې سوه جنجالي رایو پر باطلیدو ټينګار کوي او وايي، چې دا رايې تقلبي دي.

د ثبات او همپالنې ډلې ویاند فریدون خوځون ټینګار کړی، چې د نامعتبرو رایو د باطلولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه باید پلې شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیال  محمد رضا فیاض وايي، چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته به د شکایتونو په اړه خپلې قانوني څېړنې بشپړې او بیا به پرې خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د ټاکنو په اړه ویلي، چې پایلې باید روښانه او د ټولو لپاره د منلو وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ معتبرې ټاکنې، چې د خلکو واقعي اراده تمثیل کړي او پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وي، د سوله ییزه افغانستان زیری له ځان سره لري.

 که څه هم په پاتې اووه ولایتونو کې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې لپاره زمینه برابره شوې؛ خو اوس هم معلومه نده، چې د لومړنیو پایلو او شکایتونو له اعلان او څيړلو وروسته به معترضې ډلې قناعت وکړي او که نه؟

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وایي، چې مونږ دا یو پرمختګ بولو او ان شاالله کمیسیونونه به هم د خپلو قوانینو پر پلي کولو کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنیزو کمیسیونو د راپورته شویو لانجو د غوڅولو لپاره له ټاکنیزو ډلو او څارونکیو سره دوه مشورتې غونډې درلودې؛ خو له کومې روښانه پایلې پرته پای ته ورسیدې.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-ouu-44/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading