بازتاب نیوز

د امریکا فدرال محکمې یوسف نورستانی پر لږ تر لږه ۱۰ کلن بند محکوم کړ

٢٤ ليندی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د امریکا فدرالي محکمې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس او د مشرانو جرګې انتصابي غړی احمد یوسف نورستانی پر شاوخوا لس کلن ب او د ۲۵۰ زره امریکایي دالرو پر نقدي جریمه محکوم کړی دی.

یوسف نورستاني منلې، چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې یې خپل تابعیت پټ ساتلی و او له دې کبله یې ۱۰۰ زره امریکایي دالر په ناقانونه توګه د امریکا له حکومته تر لاسه کړي دي.

د کالفرنیا د پلټنې دفتر هغو کسانو ته، چې بېوسه دي؛ مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی اته میاشتې مخکې له درندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي محکمې هم له دندې څخه د ناوړه استفادې پر تور پر یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند او د یو میلیون افغانیو پر نقدي ورکړه محکوم کړی دی.  

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-ouou-106/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading